Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته سفر کړی.
۲۱ جدی ۱۴۰۴

ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته سفر کړی.



د لوړو زده‌‌کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ د علمي همکاریو پراختیا او ټینګښت په موخه عمان ته سفر کړی.

د لوړو زده‌کړو وزارت تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه به دغه سفر کې د عمان هېواد مسوولانو سره د لوړو زده‌کړو په برخه کې د علمي همکاریو په پراختیا او د علمي تجربو په تبادلې خبرې وکړي.

همدارنګه ښاغلی ندیم به د عمان له بېلا بېلو علمي بنسټونو هم لیدنې ولري.

مطالب

ندا محمد ندیم د یوه پلاوي
په مشرۍ عمان ته سفر کړی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ