لوګر کې یو کس د جعل کارۍ به تور نیول شوی.
د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي چې د دې ولایت د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو یو تن د جعلکارۍ او دوکې کولو په تور نیولی دی.
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډيو ته ویلي چې یاد کس به له خلکو څخه د پاسپورت او وېزو د برابرولو په پلمه پیسې اخیستلې او ورسره یې جعلي اسناد جوړول.
نیول شوي کس په خپلو کړنو اعتراف کړی او څرگندوي چې د یادو پېسو په ترلاسه کولو او جعلي اسنادو په جوړولو کې ښکیل و.
انس همدارنګه زیاتوي، چې دا قضیه به د لا زیاتو څېړنو لپاره د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته وسپارل شي.