لوګر کې هر کال ۸۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوی د غنمو تخم تولیدیږي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د اصلاح شویو غنمو د تخمونو د تولید او پروسس برخه د پام وړ پراخه شوې او دا مهال پنځه تولیدي او پروسس کوونکي شرکتونه فعالیت لري، چې هر کال شاوخوا ۸۰۰ مټریک ټنه معیاري اصلاح شوی د غنمو تخم تولید او بازار ته وړاندې کوي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، انجنیر نصیروالدین بهیج وایي چې یاد شرکتونه د کروندګرو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي او د کرنې سکټور په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
هغه زیاته کړه، د تولیدي ظرفیت د لوړولو او د کیفیت د ښه والي په موخه د همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ دغو شرکتونو ته اړین تخنیکي تجهیزات هم چمتو شوي، چې له امله یې د تولید کچه او کیفیت نور هم ښه شوی دی.
بلخوا، د پلعلم ښار د کوډلۍ سیمې د «برادران لوګر» د اصلاح شویو تخمونو د تولید او پروسس شرکت مسؤل محمد شاه پور محمدي وایي، د دوی شرکت د قراردادونو له مخې له بزګرانو څخه د اصلاح شویو غنمو تخمونه راټولوي او له پاکولو، پروسس، بستهبندۍ او لابراتواري ارزونو وروسته یې بېرته کروندګرو، مؤسسو او اړوندو ادارو ته وړاندې کوي.
د نوموړي په وینا، په یاد شرکت کې دا مهال شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او هڅې روانې دي چې د تولید او پروسس ظرفیت لا زیات پراخ کړي.
لوګر د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د غنمو ترڅنګ د حیواني خوراکي موادو د تولید په برخه کې هم فعال شرکتونه لري، چې د کرنې سکټور د ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول لوبوي.