Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې څه باندې څلور میلیونه مترمربع ځمکه شنوخونو ته ځانګړې شوې.
۲۵ حمل ۱۴۰۵

فراه کې څه باندې څلور میلیونه مترمربع ځمکه شنوخونو ته ځانګړې شوې.

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې ۴ میلیونه او ۴۹۲زره متر مربع ځمکه په دې ولایت کې شنوخونو ته ځانګړې شوې ده.

د دې ادارې د کرنې متخصص، توریالي نوري رسنیو ته ویلي چې د روان کال په لومړي فصل کې به له دغو شنوخونو څخه څه باندې ۸۹زره او ۸۴۸ ټنه سابه راټول شي چې دا د تېرکال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د هغه په وینا، په دغو شنوخونو کې بادرنګ، رومي، دلمه مرچ او تور بانجان کرل کېږي چې له دې ډلې ۵۰سلنه بادرنګ، ۴۰سلنه رومي او ۱۰سلنه نور سابه جوړوي.

نوري زیاتوي چې د ریګي، رج، داراباد، تیوسک او ګهنه‌گان کلیو او همدارنګه د پشت‌رود، قلعه‌کاه او بالابلوک ولسوالیو کې د شنوخونو جوړولو کار ډېر شوی دی.

د نوموړي په خبره، د دغو شنوخونو له لارې سږکال شاوخوا ۱۸زره ښځو او نارینه‌وو ته د کار زمینه برابره شوې چې دا د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بلل کېږي.

مطالب

فراه کې څه باندې څلور میلیونه
مترمربع ځمکه شنوخونو ته ځانګړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ