زابل کې MOVE موسسه ۴۷ روغتیايي مرکزونه بیارغوي.
د زابل مرکز قلات ښار کې د Move موسسې لهخوا د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره چارواکو ته د څلورو امبولانسونو د سپارلو ترڅنګ، د لسګونه روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې هم پرانېستلې.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د زابل والي ملا شېرمحمدشریف ترڅنګ، د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان، د اقتصاد ریاست رییس حاجي امیر، د علماوو شورا استازي او یوشمېر دولتي مسوولانو هم ګډون کړی وو.
د مراسمو پرمهال د څلورو نویو امبولانسونو (دوه لنډکروزر او دوه پلنکوچونه) د سپارلو ترڅنګ، په ټول ولایت کې د ۴۷ کلینیکونو د بیارغونې چارې په رسمي ډول پرانېستل شوې.
د Move موسسې ولایتي رییس ډاکټر محمدنادر رحماني د غونډې پرمهال وویل: «که څه هم د پروژې د مالي لګښت په اړه معلومات نه لرو، خو د امبولانسونو ځانګړتیاوې، د هغوی د کارونې اسانتیاوې او د اړتيا پر اساس د وېش څرنګوالی مو په دقت سره سنجولی دی.»
نوموړي زیاته کړه چې د کلینیکونو د بیارغونې پروسه به د روغتیايي خدمتونو په کیفیت او د خلکو په ژوند کې څرګند بدلون راولي. د زابل والي ملا شېرمحمدشریف له نويو امبولانسونو څخه ليدنه وکړه او د Move موسسې له همکارۍ یې، مننه وکړه.
نوموړي وویل: «دا مرسته د زابل د خلکو لپاره یوه ستره او نه هېریدونکې همکاري ده، او موږ هیله لرو چې د روغتیايي سکټور د لا پیاوړتیا لپاره همداسې ګډې هڅې دوام وکړي.»
د څلورو امبولانسونو او ۴۷ کلینیکونو د بیارغونې پرانېستلکېدل، د زابل د روغتیايي سکټور لپاره د یو نوې څپرکي پیل ګڼل کېږي.
چارواکي باور لري چې دا اقدام به د ولسي خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو کیفیت به لوړ کړي.