ټرمپ ایراني معترضانو ته: دولتي ادارې ونیسئ، مرسته پر لار ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» له لارې ایراني معترضانو ته پیغام ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او دولتي بنسټونه ونیسي.
ټرمپ په خپل پیغام کې د ایران خلکو ته ویلي: «ایراني وطنپالانو، اعتراض ته دوام ورکړئ. خپل بنسټونه په لاس کې واخلئ. د قاتلانو او متجاوزینو نومونه ثبت کړئ. د خلکو د وژنې عاملین به درنه بیه پرې کړي. ما تر هغه وخته د ایراني چارواکو سره ټولې ناستې لغوه کړي چې د معترضانو بېرحمانه وژنه ونه درېږي. مرسته په لاره ده. ایران به یو ځل بیا ستر کړو.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د معترضانو د وژنې په غبرګون کې یې «له ایراني چارواکو سره ټولې لیدنې او تماسونه» ځنډولي او دا پرېکړه به تر هغه وخته پر ځای وي چې تاوتریخوالی پای ته ونه رسېږي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ هم د ایران په لویو ښارونو کې اعتراضونه روان وو. د امریکا، اسټرالیا، پولنډ، سویډن او هند حکومتونو خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې سمدستي له ایران څخه ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکايي اتباع په ایران کې د نیولکېدو، پلټنو او بند له جدي خطر سره مخ دي او له هغوی یې غوښتي چې د ځمکنۍ لارې، د ارمنستان او ترکیې له لارې، او که بېړنۍ اړتیا وي د اذربایجان له لارې، له هغه هېواده ووځي.
بلخوا، د فرانسې خبري اژانس د سرچینو په وینا، په ایران کې د فرانسې سفارت ځینې غیرضروري ډیپلوماتیک کارکوونکي له هېواده وتلي دي.
په عین حال کې، په ایران کې ځینو تلیفوني شبکو ورو ورو د نړیوالو زنګونو امکان بېرته موندلی، خو د «نېټبلاکس» په نوم د انټرنېټ د څار یوې نادولتي ادارې ویلي چې ایران د جنورۍ له اتمې نېټې راهیسې لاهم له پراخ انټرنېټي بندیز سره مخ دی.