Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.
۱۴ ثور ۱۴۰۵

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر په محمداغې ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیم‌زي زینت راډیو ته وویل، دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د والیبال فدراسیون په همکارۍ د ولایت په کچه تنظیم شوې وې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

د نوموړي په وینا، پای‌لوبې ته د «لوګر اتلان» او «غزني‌خېل» لوبډلو لار موندلې وه چې په وروستۍ لوبه کې «لوګر اتلان» وکولای شول خپل سیال ته ماتې ورکړي او د سیالیو اتلولي خپله کړي.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته جام، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول. همداراز، د لومړي مقام لوبډلې ته ۳۰ زره افغانۍ، دویم مقام ته ۵ زره افغانۍ او درېیم مقام ته ۳ زره افغانۍ نغدي جایزې هم ورکړل شوې.

مطالب

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ
د والیبال سیالي پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ