پکتيا کې سبا د پوليو ضد واکسين کمپاين پیلېږي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د پوليو ضد واکسين څلور ورځنی کمپاين سبا دوشنبه، «چنګاښ، ۳۰مه» پیلېږي چې د ولايت په کچه به پهکې د ۲۵۸زره څخه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.
د پکتيا د عامې روغتيا رییس ډاکټر معراجګل عادل وويل چې د پوليو واکسين ترڅنګ به له دوه کلونو کم عمره ماشومانو ته د چينجيو ضد ګولی هم ورکول کېږي.
هغه وويل چې ياد څلور ورځني کمپاين جومات، په جومات ترسره کيږي چې به ۲۵۸ زره ماشومان پکې واکسين شي.
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې پرې اخته ماشومان بيا د رغېدو چانس نهلري.
سويل ختيځ زون کې د پوليو ضد واکسين مسول ډاکټر احمد ګل وويل چې ياد کمپاين کې د زون په کچه څلورو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، خوست او غزني کې به ۱۳ لکه ماشومان واکسين شي.
هغه له قومي مشرانو، ديني عالمانو او ګذر وکیلانو څخه غوښتنه وکړه چې د ياد واکسين کمپاين په ښه تطبيق کې دې هر اړخيزې مرستې وکړې.
هغه وويل چې سويل ختيځ زون له ګاونډی هيواد پاکستان سره فرضي کرښه شته او له هغه ځايه د پوليو ويروس د را انتقال خطر شته.
د ډبليو ايچ او استازي ډاکټر عدنان وويل چې د ډيورنډ کرښې هغې خوا په شمالي وزيرستان کې د پوليو وروستی پېښه شوې چې له خوست سره پوله لري چې د پوليو ويروس دې خوا را انتقال شي.
د معلوماتو له مخې په سوېل ختيځ زون کې د پوليو وروستۍ پېښه په ۲۰۲۲ کال د پکتيکا په ډيله ولسوالي کې ثبت شوې وه.