Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې امنیتي ځواکونو وسلې او ګڼ شمیر مهمات نیولي.
۲۸ سرطان ۱۴۰۵

لوګر کې امنیتي ځواکونو وسلې او ګڼ شمیر مهمات نیولي.

 د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د ۳۰۳ پلې لېوا امنیتي ځواکونو د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او د ازرې، بره‌کي برک او محمداغې ولسوالیو کې د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترسره شویو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.

د یادې لېوا مطبوعاتي مسؤول نوروز ځلاند لوګر کې خبریالانو ته په استولی خپرپاڼه کې ویلي، په دغو عملیاتو کې دوه میله توپانچي، ۴۹ بکسه د دهشکې مرمۍ، ۱۱ د راکټ مرمۍ، ۸۵ جیمرونه، ۱۶ لوګي لرونکي ګرنېټونه، درې دوربینونه، ۴۰ شاجورونه، درې چانټې، نهه بېلابېل میلونه، یوه مخابره، ۱۲ حلقې بارود، یوه د ماین پله، ۲۵ د ماین فټاقۍ، دوه د هاوان مرمۍ، څلور کونداغونه، درې عرادې نظامي موټرسایکلونه او درې عرادې شخصي موټرسایکلونه کشف او ضبط شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو وسلو او مهماتو په تړاو پنځه کسان نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ځلاند زیاته کړه، یاد عملیات د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او موخه یې د امنیت ټینګښت، د ناقانونه وسلو راټولول او د قانون حاکمیت پیاوړی کول دي. د هغه په خبره، د کشف او ضد استخباراتو منسوبین به د ورته عملیاتو لړۍ دوامداره وساتي

مطالب

لوګر کې امنیتي ځواکونو وسلې
او ګڼ شمیر مهمات نیولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ