یوناما: لوګر اوسیدونکي د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) استازي ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون له امله یې سخت زیانونه لیدلي او د دې پدیدې د اغېزو د کمولو لپاره پراخو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
دغه څرګندونې د لوګر د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د یوناما دفتر په همکارۍ د اقلیمي بدلون او هوا ککړتیا د مخنیوي په اړه جوړې شوې معلوماتي غونډې ته وشوې، چې پکې د ولایتي ادارو مسؤلینو، د همکارو موسسو استازو، د لوګر پوهنتون استادانو، دیني علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او رضاکارانو ګډون کړی و.
د یوناما استازي، عالمګیر رزاق، غونډې ته وویل چې اقلیمي بدلون د نړۍ ګڼ هېوادونه اغېزمن کړي، خو افغانستان په ځانګړې توګه لوګر د خپلو جغرافیایي او اقتصادي شرایطو له امله د دې پدیدې له سختو اغېزو سره مخ دی. نوموړي زیاته کړه چې ملګري ملتونه د چاپېریال ساتنې او عامه پوهاوي د پیاوړتیا لپاره د ورته معلوماتي پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د لوګر د چاپېریال ساتنې رئیس، ملا محمدکریم مهاجر، وویل چې د دې غونډې موخه د اقلیمي بدلون په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د دې نړیوالې ننګونې د اغېزو د راکمولو لپاره د اغېزمنو لارو چارو موندل دي.
بلخوا د لوګر پوهنتون رئیس، مفتي ضیاالاحمد صارم، اقلیمي بدلون د ټولنې ګډه ستونزه وبلله او ویې ویل چې د دې پدیدې د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره د ټولنې د ټولو قشرونو همکاري او مسؤلیتپذیري اړینه ده.
په همدې حال کې د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، انجنیر نصیروالدین بهیج، وویل چې اقلیمي بدلون د کرنې پر سکټور ژورې منفي اغېزې کړې او کروندګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
همدارنګه د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهانو د خپلو ویناوو پر مهال وچکالي، د بارانونو کموالی، د ځنګلونو وهل، د هوا ککړتیا، د نفوس زیاتوالی او د طبیعي سرچینو ناسم مدیریت د اقلیمي بدلون له مهمو لاملونو او پایلو څخه یاد کړل.
د مسؤلینو په وینا، د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو او طبیعي سرچینو د ساتنې په موخه د لوګر د ازرې ولسوالۍ شاوخوا ۲۰ کیلومتره سیمه د خوندي شوې ساحې په توګه اعلان شوې او په یادې سیمې کې د ونو او بوټو پرې کول منع شوي