پکتیکا کې ښوونځيو ته په ۲۷ میلیونه افغانیو د درسي توکو وېش پیل شو.
د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ په مرکز او ۲۴ ولسواليو کې ښوونځيو ته د درسي کتابونو او نورو کېټونو د وېش لړی پيل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو توکو کې(۴۲۵۰) کېټه درسي توکي چې د هر ښوونکي او زدهکوونکي لپاره د دوی اړوند یوه تعلیمي بکسه او قرطاسیه او شاوخوا (۲۰) میلیونه افغانۍ ارزښت لري، د پکتیکا ولایت زرګونو ښوونکو اوزدهکوونکو ته وېشل کېږي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دې ولایت په مرکز او ۲۴ ولسوالیو کې به (۶۴۱۸۲) درسي کتابونه هم ښوونځيو ته ووېشل شي چې شاوخوا ۷ ميليونه افغانی لګښت پرې کېږي.
په ياد شمېر درسي کتابونو کې (۵۲۷۴) د کلیوالي مدرسو درسي کتابونه، (۲۸۰۷۰) د عمومي برنامې تر څلورم ټولګي پورې کتابونه، او (۷۸۰۰) د متوسطه دورې لپاره د ښوونکو لارښود کتابونه شامل دي.
او همداشان د یو همکار بنسټ له لوري هم (۱۹۳۳۸) له لومړي تردریم ټولګي او (۳۷۰۰) د زدهکوونکو لپاره د کېسو کتابونه ویشل کیږي.