Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هلمند ګرمسېر کې ۱۰۴ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې.
۳ جوزا ۱۴۰۴

د هلمند ګرمسېر کې ۱۰۴ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې.



د هلمند محلي چارواکي وايي چې د دغه ولاین په ګرمسېر ولسوالي کې ۱۰۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

دا پروژه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونېسف په مالي ملاتړ پلې شوې، د یادې ولسوالي د دورزو کلي ۱۰۴ کورنیو ته یې د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض رسنیو ته وایي: «د دې پروژې ټول لګښت (۲۹۵۰۰۰۰) افغانۍ و چې په‌کې یوه لس متره مکعبه ذخیره، ۵۵۰ واټه سولر تخته، ۹۵۸ متره پایپ او ۵۳ نلکې شاملې دي. دا پروژه د تخنیکي معیارونو مطابق بشپړه شوې او د خلکو ژوند ته مثبت بدلون ورکوي.»

د سیمې یو اوسېدونکی حاجي عبدالله چې له پاکو اوبو برخمن شوی، وايي: «پخوا به مو د څښاک اوبه له ډېرو لرې ځایونو راوړلې؛ اوس چې زموږ کلي ته دا اسانتیا راغله، ماشومان مو له ناروغیو خوندي شول، او موږ ډېر خوښ یو.»

د ګرمسېر روغتیايي کلینیک  ډاکټر سیداحمد هم د دې پروژې روغتیایي ارزښت ته اشاره کوي: «د ناپاکو اوبو له امله د ماشومانو او ښځو ترمنځ ډېرې ناروغۍ لیدل کېدې، لکه اسهالات، د پوستکي ناروغۍ او د خېټې انتانات. د پاکو اوبو دا ذخیره د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام دی.»

چارواکي همداراز وايي، په پروژه کې لسګونه کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شوې وه چې له اقتصادي پلوه یې هم د خلکو پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.

یوه کارګر کریم‌الله وایي: «موږ چې د دې شبکې په کار کې برخه اخیستې، نه یواځې مو کار زده کړ، بلکې خپل ورځنی مصروفیت مو هم پیدا کړ.»

دا پروژه نه یوازې د اوبو د لاسرسي برخه کې یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي، د سیمې د خلکو په روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ژوند کې هم بدلونونه راوستلای شي.

مطالب

د هلمند ګرمسېر کې
۱۰۴ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ