د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له ایران او پاکستانه د افغان راستنېدونکو شمېر له یو میلیونو اوښتی دی.
یاد بنسټ ویلي، چې په سرحدي سیمو کې مېندو ته اړین روغتیايي او راستنېدونکو ته رواني او ټولنیز ملاتړي خدمات وړاندې کوي.
بلخوا د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال په جون میاشت کې افغانستان ته له ایرانه څه باندې ۸۰ زره ماشومان راستانه شوي دي.
یاد سازمان زیاته کړې چې د دغو ماشومانو له ډلې شپږ زره او ۷۰۰ یې یوازې وو او کابو ۳۹ سلنه ماشومان په جبري توګه ایستل شوي دي.