د میدانوردګ د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په نرخ، سیداباد، چک، او دایمیرداد ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ریاست رییس مولوي فیضالله جلالي رسنیو ته وویل، د سېلابونو له امله پنځه کسانو ته مرګژوبله اوښتې، ۵۰ هستوګنیز کورونه نړېدلي او څلور زره جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه،د راوتلو سېلابونو له امله لسګونه څاروي، لویې لارې، سړکونه، پلونه او پلچکونه هم لهمنځه تللي دي.
جلالي زیاته کړه، میدانوردګ کې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سروې پای ته رسېدلې او پر ځینو زیانمنو کورنیو د مرستو لړۍ هم پيل شوې ده.
د نوموړي په وینا، دغه مرسته د طبیعي پېښو پرضد مبارزې وزارت له لوري له هغه څه باندې ۵۰ کورنیو سره شوي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یا یې، کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، سېلابځپلیو کورنیو ته، خېمې، غنم، وریجې، اشپزخانې کېټونه، کمپلې، خوراکي تو بستې او د ماشومانو جامې مرسته شوې دي.
جلالي زیاته کړه، هڅه کوي چې د میدان وردګ ولایت پاتې سېلاب ځپلیو کورنیو سره هم د کورنیو او نړیوالو ادارو په مرسته بېلابېلې مرستې وکړي.
هېره دې نهوي چې روانه اوونۍ د میدانوردګ په نرخ، جلرېز، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې له سخت اورښت وروسته سېلابونه راغلي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.