Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د کرېکټ اختریز جام سیالیو اتلولي زمان‌خېلو لوبډلې وګټله.
۱۳ جوزا ۱۴۰۵

لوګر کې د کرېکټ اختریز جام سیالیو اتلولي زمان‌خېلو لوبډلې وګټله.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې د لوی اختر په مناسبت د کرېکټ اختریز جام سیالي د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۱۲غوره لوبډلو ترمنځ وشوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیم‌زي، زینت راډیو ته وویل، یادې سیالي د لوی اختر د خوښیو د نمانځلو او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وې چې د مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو مخکښو لوبډلو په‌کې ګډون کړی وو.

د نوموړي په وینا، د سیالیو پایلوبه د زمان‌خېلو او ACC لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. زمان‌خېلو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه.

ACC لوبډلې د یاد هدف د ترلاسه کولو په موخه ښه لوبه وکړه، خو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۴۳منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

په دې بریا سره زمان‌خېلو لوبډلې د اختریز جام اتلولي خپله کړه، او ACC لوبډله د سیالیو دویم مقام خپل کړ.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام، مډالونه، ستاینلیکونه او یوه بایسکل د جایزې په توګه ورکړل شول.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي، د دغو سیالیو موخه د کرېکټ ورزش پراختیا، د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا او د سالمو ورزشي فعالیتونو دودول دي.

مطالب

لوګر کې د کرېکټ اختریز جام
سیالیو اتلولي زمان‌خېلو لوبډلې وګټله

دا خبر نورو سره شریک کړئ