لوګر کې یو ۲۸کلن ځوان اوبو ډوب کړی.
د لوګر امنیتي مسوولان وايي، د محمداغې ولسوالي «سرخاب» اوبو بند کې یو ۲۸ کلن ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی.
د امنیې قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته وویل، دغه ځوان چې جلالالدین نومیږي او شاوخوا ۲۸کاله عمر لري، تېره ورځ سهشنبه یاد بند ته د تفریحې لپاره تللی و چې د لامبو پر مهال اوبو ډب کړی.
ده وویل، د یاد ځوان جسد له اوبو را اېستل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی.
امنیتي مسوولان له هېوادوالو غواړي چې د تفریح پرمهال ژورو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.
د یادونې ده چې د اختر ورځو کې پنجشېر او کاپیسا کې هم درې ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.