لوګر کې د تیر کال په پرتله ماشومانو کی د نسناستې ناروغۍ زیاتی شوي.
د لوګر ځايي چارواکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کمعمره ماشومانو کې د نس ناستې ناروغي د پام وړ زیاته شوې.
د دغه ولایت دعامی روغتیا ریاست ویاند ډاکتر فهیم الله لودین زینت راډیو ته وویل ، تېره یوه میاشت کې مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو کې ۶ زره او ۵۰۰ په نسناستې ناروغۍ اخته ماشومان روغتونونو ته لیږدول شوي.
هغه زیاته کړه چې له یادو شمېرو څخه یې یوازې ۴۳۵ ماشومان د لوګر ولایتي روغتون «نائبامین الله لوګري» ته د درملنې لپاره لیږدول شوې دي.
ده وویل، په ټولو دولتي روغتونونو کې د نس ناستې ناروغۍ د درملنې لپاره اسانتیاوې موجودې دي او هڅه کوي چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د هیوادوالو پوهاوي کچه هم لوړه کړي.
روغتیايي مسوولان لوګر کې د نسناستې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه د هوا تودوخه، وروستي سېلابونه او د ماشومانو په سمه توګه نه تغذیه بولي.
اخوا د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي، د هوا تودوخې درجې په لوړېدو سره سلګونه ماشومان په نسناستې ناروغۍ اخته دي.
په نایب امین الله خان لوګری مرکزی روغتون کې یوه ناروغلرونکي عبدالله زینت راډیو ته وویل:
«د هوا د تودوخې درجې په لوړېدو سره سلګونه ماشومان په نسناستې ناروغۍ اخته دي او ځینو یې د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.»
د لوګر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتیايي مراکزو کې د ناروغانو د درملنې لپاره خپلې اسانتیاوې دوه برابره کړي.