لوګر کې وروستیو سېلابونو ۲۵۰ کورونه نړولي.
لوګر ځايي مسوولان وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او محمداغې ولسوالي کې د هستوګنې شاوخوا ۲۵۰ کورنه نړېدلي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي زینت راډیو ته وویل، د شنبې شپې سېلابونو له امله لوګر کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۰۰ نور نېمه وران شوي دي.
هغه وویل، د یادو سېلابونو له امله ۱۵ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له منځه تللي او ګڼ شمېر کلیوالي سړکونه، پلونه او پلچکونه تخریب شوي.
د هغه په وینا، د بېلابېلو ادارو له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو سروې پيل شوې او ژر به په اړمنو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشل شي.
دا په داسې کې ده چې تېره شپه هم د لوګر په ازرې ولسوالي کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د لوګر ترڅنګ تېرو دوو ورځو کې د میدانوردګ او پکتیا په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولانو ویلي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.
پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد تېره ورځ سلاموطندار ته وویل، دغو سېلابونو کې شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.