د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مرستیال والي شیخ انعامالله صلاحالدین سره لیدنه کړې ده.
په دې سفر کې پلاوي د لوګر د عامې روغتیا ریاست، مرکزي روغتون، د خوړو او درملو آمریت او یو شمېر نورو روغتیايي برخو څخه لیدنه کړې او د روغتیايي خدمتونو د وضعیت، کیفیت او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې ارزولی دی.
د لیدنو پر مهال د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو د حل او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي محمد سلیم حقاني د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په اړه لازمې لارښوونې کړې او پر ګډو هڅو، خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د شفافو روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار کړی دی.