Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر ازره ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي.
۱۵ سرطان ۱۴۰۵

لوګر ازره ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي.

د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د وروستیو سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د مطبوعاتو مسؤول سالارزي فاضل وايي، چې دغه سېلابونه تیره ورځ مازدیګر مهال د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو، بره چوترې، کوزه چوترې، جاني‌خېلو، تنګ، فتح‌خېلو او منګل درې سیمو کې راوتلي دي.

د نوموړي په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو سېلابونو کې څلور تنه ټپیان شوي او د سیمې اوسېدونکو ته د کرنیزو ځمکو، باغونو او نورو شتمنیو په برخه کې د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

بل‌خوا د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسؤول قاري عبدالبصیر همراز وايي، چې د لومړنیو ارزونو له مخې ۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، چې غنم او لوبیا پکې کرل شوي وو، په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

هغه زیاته کړه، چې د سېلابونو له امله ۱۴ استوګنیز کورونه نیمه ویجاړ شوي، دوه لوی سړکونه او یو شمېر پلګوټي تخریب شوي او له ۲۰ څخه زیات څاروي هم تلف شوي دي.

مسؤولین وایي، چې د اړوندو ادارو تخنیکي کارکوونکي د زیانونو د کره ارزونې او معلوماتو د راټولولو په بهیر بوخت دي او بشپړ راپور به له ارزونې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

مطالب

لوګر ازره ولسوالۍ کې
سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ