Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست پوهنې رياست سره خلکو ۲۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې.
۲۶ سرطان ۱۴۰۴

د خوست پوهنې رياست سره خلکو ۲۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې.

د خوست ولایت د پوهنې ریاست سره د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پيل راهيسې تر دې مهاله د خوست اوسېدونکو د ۲۴ ميليونه افغانیو مرسته کړې ده.

د خوست ولايت مقام څخه نن پنجشنبه، چنګاښ ۲۶مه په لېږل شوې خبرپاڼه کې د خوست پوهنې رییس مولوي فیض‌الله جمال حقاني له قوله ويل شوي چې د شوراګانو له لارې، د ولایت په کچه د دیني مدارسو او رسمي ښوونځیو د پیاوړتیا او اړتیاوو پوره کولو په موخه، د خوست مېشتو له‌خوا ۲۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې.

فیض‌الله جمال حقاني دغه ولسي همکاري د خوست د خلکو د علم سره مينه ياده کړه او د ښوونځیو او مدارسو د پیاوړتیا په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کوي.

د يادونې ده چې د خوست اوسیدونکو تر دې وړاندې هم د مرکز او ولسوالیو په کچه د ښوونیزو بنسټونو ملاتړ ته ورته مرستې ترسره کړې وې چې ګڼ ښوونځي او دیني مدارسو اساسي اړتیاوې يې پوره کړې وې.

مطالب

د خوست پوهنې رياست سره
خلکو ۲۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ