د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په ترڅ کې د اذربایجان له لومړي وزیر علي اسدوف سره کتلي دي.
سرچینې ویلي، چې دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. اقتصادي مرستیال د لاجوردو دهلېز د فعال ساتلو او سیمهییز اتصال پر اهمیت ټینګار کړی او له اذربایجانه یې غوښتي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو همکارۍ پراخه کړي.
ورته مهال علي اسدوف د افغانستان له اقتصادي پرمختګ خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې چمتو دی د ګډ اقتصادي کمېسیون له لارې له افغانستان سره اړیکې لا پیاوړې کړي.