Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې شاوخوا ۴زره راستنوشویو کورنیو ته ځمکې وېشل شوي.
۲ جوزا ۱۴۰۵

کندوز کې شاوخوا ۴زره راستنوشویو کورنیو ته ځمکې وېشل شوي.

د کندوز محلي مسوولان وايي چې له پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکیې څخه راستنو شویو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې او تراوسه له څلور زره څخه ډېرو کورنیو ته د هستوګنې نمرې ځانګړې شوې دي.

د کندوز د ښار جوړونې او کور جوړونې رییس مولوي محمدرمضان کلیم ویلي، دا ځمکې د چهاردرې ولسوالي د «خواجه کفتر» کډوال ښارګوټي کې وېشل شوې دي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې په دې ښارګوټي کې پر درې زره جریبه ځمکه د پنځه زره هستوګنیزو نمرو جوړولو چارې بشپړې شي.

بل لور ته، یوشمې هغه راستانه شوي چې ځمکې یې ترلاسه کړي، د دې اقدام هرکلی کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د کورونو د جوړولو په برخه کې لازیاتې مرستې ورسره وکړي.

مسوولان وایي، په دې ښارګوټي کې د جومات، ښوونځي، روغتون، ورزشي میدانونو او سوداګریزو بلاکونو جوړولو پلان هم په پام کې نیول شوی دی.

مطالب

کندوز کې شاوخوا ۴زره راستنوشویو
کورنیو ته ځمکې وېشل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ