Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د روغتیا وزارت: ۲.۵ میلیون رواني ناروغانو ته خدمات وړاندې شوي.
۲۱ میزان ۱۴۰۴

د روغتیا وزارت: ۲.۵ میلیون رواني ناروغانو ته خدمات وړاندې شوي.



د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په تېر میلادي کال کې یې شاوخوا ۲.۵ میلیون افغان وګړو ته د رواني روغتیا خدمات وړاندې کړي.

دغه وزارت وزارت «په بحرانونو او بېړنیو حالاتو کې د رواني روغتیا خدمتونو ته لاسرسی یو ټولنیز لومړیتوب دی» تر شعار لاندې نن دوشنبه کابل کې د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړ.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالولي حقاني په دې مناسبت جوړ شوي پروګرام کې وویل:

«تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیون کسانو ته د هېواد له روغتیایي مرکزونو څخه رواني روغتیا خدمتونه وړاندې شوي.»

ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا څانګې آمر وحیدالله افغان په دغه پروګرام کې وویل، دامهال د هېواد بېلابېلو زونونو کې د رواني روغتیا ۸ تخصصي روغتونه فعالیت لري.

«په دې روغتیايي مرکزونو کې ۲ زره ډاکټران، ۲۱۱ قابلې، ۷۴۲ نرسان او ۳۵۰ مسلکي کارکوونکي کار کوي چې مسلکي روزنه یې ترلاسه کړې او له همدې لارې هېوادوالو ته رواني خدمات وړاندې کوي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان همدارنګه وايي، طبیعي پېښې او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د هېوادوالو ترمنځ د رواني فشارونو د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه دي.

دوی زیاتوي، ډېری هغه کسان چې رواني مشورې یا درملنې ته اړتیا لري، د ناسمو باورونو او د دې موضوع د شرم وړ ګڼلو له امله د رواني روغتیا مرکزونو ته له ورتګ څخه ډډه کوي.

د یاد وزارت د لومړنیو خدمتونو رئیس ذبیح‌الله حارث وایي چې رواني ناروغۍ د درملنې وړ ده او ناروغان باید د درملنې لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی منول هم وویل، ټاکل شوې د رواني ناروغیو د مخنیوي په موخه راتلونکو څلورو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۴۵ زره د عامه پوهاوي پاڼې پر خلکو ووېشل شي.

« ۴ ټیمونه چمتو شوي چې د راتلونکو څلورو میاشتو په ترڅ کې ۴۵ زره د عامه پوهاوي پاڼې د افغان وګړو ترمنځ د پوهاوي لوړولو په موخه ووېشي.»

باید وویل شي چې تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو پنځه کسانو یو يې له رواني ناروغیو سره مخ دی.

مطالب

د روغتیا وزارت: ۲.۵ میلیون رواني
ناروغانو ته خدمات وړاندې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ