د اسراییلو زړه کې د ایران ځانمرګي ډرون لګېدلي.
د ایران پوځ وايي چې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو وروسته تازه د ډرون بریدونو په نویو څپو کې یې، د اسراییلو مرکزي سیمې په نښه کړي دي.
د اسراییلو پوځ هم تایید کړې چې د ایران د ډرون بریدونو سره ګڼو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
پوځ وايي چې یوشمېر ډرون یې، شنډ کړي هم دي.
تراوسه د یادو ځانمرګو ډرون بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.
د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې لاهم د اسراییلو پروړاندې د ایران د ځانمرګو ډرون الوتکو عملیات روان دی او تر دې مهاله یې، ګڼې سیمې په نښه کړي دي.