لوګر کې پر ۲۳۰۰ بېوزله کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري پر ۲۳۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسؤولصبغتالله نائبخېل زینت راډیو ته وویل، دا مرسته د نړیوال خوراکي پروګرام له لوري له یوې شفافې سروې وروسته هغو کورنیو ته ورکړل شوه چې مخکې ثبت شوې وې.
د هغه په وینا، په دې پړاو کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
بلخوا یو شمېر بېوزله کورنۍ د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې ورکړل شوې مرسته د دوی اړتیاوو ته بسنه نه کوي او غوښتنه کوي چې دا ډول مرستې دې په دوامداره توګه له اړمنو کورنیو سره ترسره شي