Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې له څه باندې ۲۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.
۲۰ حمل ۱۴۰۴

لوګر کې له څه باندې ۲۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.

د خوړو نړیوال سازمان د بشري مرستو پر دوام د لوګر ولایت په مرکز کې له ۲۶۰۸ اړمنو کورنیو سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د کلیو د پراختیا او هوساینې لپاره د عمل موسسې په تخنیکي همکارۍ مرسته وشوه.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خیل وویل: په دې پړاو کې هرې مستحقې او اړمنې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، ۳۰ پاکټه پلمپي خواړه او  او دوه پاکټه سوپر سریال وویشل شول.
نایب خېل وویل یادې کورنۍ مخکې سروې شوي او ثبت شوې وې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر پر مرکز پل علم سربېره په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د ورته نقدو پیسو او خوراکي توکو مرستې شوې دي.
زینت راډیو – لوګر.

مطالب

لوګر کې له څه باندې
۲۶۰۰ اړمنو کورنیو سره
د نقدو پیسو مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ