د امریکا د خزانې وزیر: چین نشي کولای د ایران نفت ترلاسه کړي.
د امریکا د خزانې وزیر، سکات بسنت ویلي چې چین به د ایران نفت ترلاسه نهکړای شي او واشنګټن هڅه کوي د ایران د نفتو د لېږد مخه ونیسي.
بسنت په واشنګټن کې یوې ناستې ته ویلي چې چین کولای شي نفت وارد کړي، خو د ایران نفت نهشي ترلاسه کولای. هغه ټینګار وکړ چې امریکا به داسې اقدامات وکړي چې د ایران نفت نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول چین ته، ونهرسېږي.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا ښايي د هرمز په تنګي کې د ایران د نفتو د ټانکرونو د تېرېدو مخه هم ونیسي. د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د نړیوالو نفتو لویه برخه ترې تېرېږي.
بسنت همداراز چین چې د ایران د نفتو له مهمو پېرېدونکو څخه ګڼل کېږي، «یو غیرباوري نړیوال شریک» وباله او ویې ویل چې دغه هېواد د نفتو د زېرمه کولو او د ځینو توکو د صادراتو د محدودولو له لارې ناسم چلند کوي.
هغه دا هم وویل چې دا موضوع یې له چینايي چارواکو سره شریکه کړې، خو دا یې ونه ویل چې دغه کړکېچ به د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د مې میاشتې بیجینګ ته پر احتمالي سفر څه اغېز ولري.