لوګر کې ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې بیارغول شوي.
د دغه ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نائبخېل زینت رادیو ته وویل، د اوبو رسولو دغه شبکې د کلیو پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د دریو میاشتو په ترڅ کې بیارغول شوي چې له ګټې اخیستنې وروسته شاوخوا ۶ سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
هغه وویل: «دغه پروژه کې د اوبو د دریو سرچینو بیارغونه، د اوبو د دریو ذخیرو جوړول، ۱۲۲ د اوبو نلکیو او ۵۲ سولر تختو نصبولو شاملیږي.»
نائبخيل زیاته کړه چې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست له لوري مرکز پلعلم او محمداغې او برهکيبرک ولسوالي کې هم د څښاک پاکو اوبو رسولو ۲۰ نوې څاهګانې کیندل شوي او شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته یې د څښاک پاکو اوبو رسولو اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د لوګر مسوولانو د څښاک پاکو اوبو رسولو د دغو جوړو شویو شبکو لګښت په اړه څه نه دي ویلي.