د فلسطین لومړی وزیر: موږ خپلواک او پرمختللی فلسطین غواړو.
د فلسطین د خپلواکې ادارې لومړی وزیر محمدمصطفی وایي چې د یوه خپلواک، ازاد او پرمختللي هېواد په توګه د فلسطین غوښتونکي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې د دوه حکومتي حللارې په اړه نړیوال کنفرانس باید یوازې پر اعلامیو بسنه ونهکړي، بلکې عملي ګامونو ته لاره هواره کړي.
محمدمصطفی دا څرګندونې «دوشنبه، زمري شپږمه» د ملګروملتونو په یوې ځانګړې ناسته کې وکړې چې هدف یې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې د حل لپاره د دوه دولتونو په توګه د حللارې بیاژوندي کول و.
نوموړي وویل: «موږ یو ازاد، پرمختللی او خپلواک فلسطینی دولت غواړو، داسې یو دولت چې ټول پرې ویاړي.»
هغه زیاته کړه چې د دولت په توګه د فلسطین رسمیت پېژندنه، یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه، بلکې د سیمې د سولې، ثبات او امنیت لپاره یوه مهمه پانګونه ده.
د یادونې وړ ده چې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوو دولتونو د حللارې د بیاراژوندي کولو لپاره هڅو یو ځل بیا زور اخیستی دی.