د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې د کچالو د حاصلاتو د ساتنې په موخه په افغانستان کې ۲۴۰ سړې خونې جوړوي.
د دغه سازمان په وینا، د یادو سړو خونو لګښت نړۍوال بانک ورکوي. دغه سازمان ویلي، هره سړه خونه په ۲۴ متره مربع مساحت کې جوړیږي او تر ۳۰ مټریک ټنه پورې د کچالو د زېرمه کولو وړتیا ولري.
دوی ویلي، د دغو سړو خونو په جوړېدو سره به د کرنیزو حاصلاتو د ضایع کېدو کچه کمه شي.