Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست ملکي روغتون سره د طبي وسايلو مرسته وشوه.
۲۵ سنبله ۱۴۰۴

د خوست ملکي روغتون سره د طبي وسايلو مرسته وشوه.



د خوست ولايت له ملکي تخصصي روغتون سره د ١٠٦ زره امريکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وشوه.

د خوست ولايت مقام نن (سه‌شنبه، سنبله ۲۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملکي ولايتي تخصصي روغتون سره د “ای، سي، ار، سي” مؤسيسې له‌خوا د ۱۰۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ډاپلر التراسونډ، ډیجیټل ایکسرې ماشین او ځینو نورو طبي وسایلو مرسته وشوه.

خبرپاڼه زياتوي چې یاده مرسته د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه‌والي او د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوې چې له امله به یې د ناروغانو ګڼې ستونزې هوارې شي.

خبرپانه کې د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر حاجي احمد مجاهد په خبره ويل شوي چې د دې وسایلو په ترلاسه کولو سره به ياد روغتون کې د درملنې په چارو کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه د “ای، سي، ار، سي” مؤسيسې له‌ مسوولانو مننه او ټینګار یې کړی چې دغه ډول همکارۍ د روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا او د ناروغانو په ښه درملنه کې مهم رول لري.

مطالب

د خوست ملکي روغتون سره
د طبي وسايلو مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ