د ۱۹کلنو کرکټ نړیوال جام سیالۍ نن پیلیږي.
د کرکټ د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو د نړیوال جام سیالۍ نن پنجشنبه د زمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيلیږي او د راتلونکې فبروري میاشتې په شپږمه پایته رسیږي.
دغه نړیوال جام کې د افغانستان په شمول د نړۍ ۱۶ غوره لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي.
افغانستان له سویلي افریقې، تنزانیا او ویسټانډیز سره په څلورم ګروپ کې دی.
د دې سیالیو په لومړۍ ورځ به نن د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا جمعه له سویلي افریقې سره وکړي.
افغان لوبډله د دغو لوبو لپاره د تیاریو په لړ کې دوه تمریناتي لوبې، له اسټرالیا او سریلانکا سره کړي دي.