Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اروپايي ټولنې افغانستان کې د زده‌کړې لپاره ۴.۷ میلیون یورو ځانګړي کړي.
۴ دلو ۱۴۰۴

اروپايي ټولنې افغانستان کې د زده‌کړې لپاره ۴.۷ میلیون یورو ځانګړي کړي.



د اروپایي ټولنې د افغانستان څانګې د زده‌کړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو په همکارۍ، د افغانستان د ښوونې برخې ته ۴ میلیون او ۷۰۰ زره یورو ځانګړي کوي.

دغه بنسټ نن شنبه دلوې ۴ / جنوري ۲۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته به افغانستان کې ځوانانو او لويانو ته د سواد زده‌کړې او د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د برابرولو په برخه کې ولګول شي.

اروپایي ټولنې د افغانانو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې چې له دغې مرستې به په پنځو ولایتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ ځوانان او لويان ګټه واخلي.

ورته وخت کې، ملګرو ملتونو ویلي چې که څه هم زده‌کړه یو بشري حق دی، خو په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د دغه حق په ترلاسه کولو کې له تبعیض او څنګ ته کېدو سره مخ دي.

دې بنسټ له هېوادونو غوښتي چې د غوره راتلونکې لپاره باید باکیفیته زده‌کړې ته پراخ لاس‌رسی تضمین کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ۲۰۱۸ کال کې د سولې او پایدار پرمختګ په رامنځته کولو کې د زده‌کړې رول نمانځنې په موخه، د جنوري ۲۴مه د زده‌کړې نړیواله ورځ ونوموله.

مطالب

اروپايي ټولنې افغانستان کې د زده‌کړې
لپاره ۴.۷ میلیون یورو ځانګړي کړي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ