Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اطلاعاتو او کلتور وزیر: د رسنیو ملاتړ او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن یو.
۸ حمل ۱۴۰۵

اطلاعاتو او کلتور وزیر: د رسنیو ملاتړ او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن یو.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د رسنیو ملاتړ او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن دي او هڅه کوي په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، لوګر ته د ده د سفر اساسي موخه د فرهنګي او کلتوري فعالیتونو ارزونه، د لرغونو آثارو د ساتنې څرنګوالی، د جهادي موزیم د جوړېدو بهیر او همدارنګه معلوماتو ته د خلکو د غوره لاسرسي او د رسنیو ملاتړ دی.

بلخوا، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور هم غونډې ته وویل چې د پخوا په پرتله په لوګر کې فرهنګي او کلتوري فعالیتونه پراخ شوي دي او سیمه‌ییزه اداره هڅه کوي د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې موجودو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دغه راز د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض‌الله جوهري غونډې ته د اطلاع رسونې، کلتوري خدمتونو، ترسره شویو فعالیتونو، موجوده ستونزو، وړاندیزونو او روانو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه چې لوګر ولایت د رسنیو او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او ټینګار یې وکړ چې د رسنیو او خبریالانو دوامداره ملاتړ باید وشي

مطالب

اطلاعاتو او کلتور وزیر
د رسنیو ملاتړ او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا ته ژمن یو

دا خبر نورو سره شریک کړئ