Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر ټولګټوریاست: د دې ولایت ټولې لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستې دي.
۱ دلو ۱۴۰۳

د لوګر ټولګټوریاست: د دې ولایت ټولې لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستې دي.

د لوګر ټولګټو چارو ریاست مسؤلین وایي، چې د تخنیکي ټېم او قراردادي خصوصي شرکتونو په هلو ځلو د پرلپسې ورښتونو سره سره، د ددغه ولایت ټولې لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستې دي.
د ټولګټو چارو ریاست د مطبوعاتو مسؤل، محمد رضا کریمي ویلي، چې د تېرو دوه ورځو را پدېخوا، دغه ولایت کې د ورښتونو سره سره، ټولې لويې لارې له واورو څخه پاکې شوي او د ټرافیکو پرمخ په بشپړه توګه پرانیستې دي.
د کریمي په وینا، د ټولګټو چارو ریاست د تخنیکي ټیم او قراردادي شرکتونو په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د یادو ورښتونو په لړ کې د کابل - ګردیز او شپږونو ولسوالیو لویې لارې له واورې څخه پاکې شوي او تر دې دمه د ټرافیکو پر مخ پرانیستې دي.

مطالب

د لوګر ټولګټو چارو ریاست
دولایت ټولې لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ