Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان: د «پي او ار» کارت لرونکي افغانان باید له دغه هېواده ووځي.
۱۱ اسد ۱۴۰۴

پاکستان: د «پي او ار» کارت لرونکي افغانان باید له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغان کډوال چې د کډوالو د ثبت ځانګړي کارتونه (پي او ار) لري، باید دغه هېواد پرېږدي. 

د یاد وزارت په خبره، د کډوالۍ د ټولو کارتونو قانوني اعتبار د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلی او له دې وروسته به د دې کارت لرونکي «غیرقانوني» وګڼل شي. 

پاکستان دا پرېکړه د کډوالۍ د نوې تګلارې برخه بللې، چې د افغان کډوالو په اړه عملي کېږي. د پاکستان حکومت ويلي، هغه افغانان چې قانوني پاسپورت او د پاکستان ویزه نه لري، اوسنی استوګنځای یې غیرقانوني ګڼل کېږي او باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.

مطالب

پاکستان: د «پي او ار» کارت لرونکي
افغانان باید له دغه هېواده ووځي

دا خبر نورو سره شریک کړئ