Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حوثیانو د سعودي عربستان یوه جنګي الوتکه نسکوره کړې.
۲۵ سنبله ۱۴۰۵

حوثیانو د سعودي عربستان یوه جنګي الوتکه نسکوره کړې.



زینت راډیو: د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې، چې د دغه ډلې ځواکونو د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه د یمن د مأرب ولایت په فضا کې نسکوره کړې ده.

سریع نن، چهارشنبه د ۲۵ سنبلې/۱۶ سپتمبر، په یوه بیان کې ویلي، چې دغه جنګي الوتکه هغه مهال په نښه شوه، چې د مأرب په فضا کې یې د سعودي عربستان د پوځي تحرکاتو په ملاتړ د «دښمنانه عملیاتو» ترسره کولو هڅه کوله.

د نوموړي په وینا، دغه الوتکه د کور دننه جوړ شوي ځمکې-هوا توغندي په وسیله نسکوره شوې ده.

بلخوا، تر اوسه د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثیانو د دغې ادعا په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.

مطالب

حوثیانو د سعودي عربستان
یوه جنګي الوتکه نسکوره کړې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ