لوګر کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د المپیک عمومي کمېټې په همکارۍ پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي رسنیو ته وویل، د دغه سیالیو پایلوبې ته شاهین او کلنګار لوبډلو لاره موندله وه چې شاهین لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او بریا خپله کړي.
نوموړي زیاته کړه، د فوټبال یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د ولایت په کچه فوټبال ورزش ته پراختیا ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ تجربو شریکول او د فوټبال غوره لوبغاړو پېژندل وو.
هغه وویل، هڅه کوي لوګر کې د ولایتونو په کچه د فوټبال ورته سیالۍ جوړې کړي. د جوړو شویو سیالیو یوه لوبغاړي صدیقالله سلاموطندار ته وویل، دا ډول سیالي کولای شي چې د ورزش کارانو د ظرفیت کچه لوړه کړي.
نوموړي د المپیک عمومي کمېټې پر مسوولانو غږ وکړ چې لوګر کې د فوټبال ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې سربېره او وسایلو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ هم د لوګر په کوربتوب د سوېلختیځ زون پنځه ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو سیالي جوړې شوې وې.