Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په زرګونه کروندګرو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
۲۷ جدی ۱۴۰۴

لوګر کې په زرګونه کروندګرو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم په ګډون د برکي‌برک، محمدآغې، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې پر ۳۷۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

په پل‌علم ښار کې د دې مرستو د وېش په موخه جوړو شوو مراسمو ته د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیرآقا «پیرحبیب‌الرحمن» وویل، چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)  له لوري ترسره شوې ده. د نوموړي په وینا، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.

په همدې حال کې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور» د یادې ادارې له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ولایت مقام له ټولو فعالو موسسو سره هر اړخیزو همکاریو ته ژمن دی.

مرستیال والي کرنه او مالداري د هېواد د اقتصادي ملا تېر وباله او له مرستندویو موسسو یې وغوښتل، چې د کرنې د مکانیزه کېدو او د قطره‌یي اوبو لګولو د سیسټم د ترویج په برخو کې د بزګرانو ملاتړ او لاسنیوی زیات کړي.

بلخوا د لوګر ولایت بزګران هم د FAO  له لوري د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو له مرستې خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې ورته مرستې دې په دوامداره توګه له بزګرانو سره وشي.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې هم د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې پر زرګونه بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې

مطالب

لوګر کې په زرګونه کروندګرو اصلاح شوي
تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ