ایران او پاکستان څه باندې ۳زره افغانان اېستلي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویلي، ایران او پاکستان تازه ۳ زره او ۵ افغانان اخراج کړي.
دغه کمیسیون یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادکسان تېره ورځ هرات کې د اسلامکلا، نیمروز کې د ورېښمو پُل، کندهار کې د سپینبولدک، ننګرهار کې د تورخم او هلمند کې د بهرامچې له لارې افغانستان ته راستانه شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې له پاکستان او ایران څخه راستنو شوو سره روغتیايي، خوراکي او نغدي مرستې هم شوي.
له پاکستان او ایرانه د کډوالو اېستلو لړۍ دوام لري او د اسلامي امارت له لوري د وړاندې شوو شمېرو پر اساس، د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا دوه میلیونه افغانان هېواد ته راګرځېدلي دي.