Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوړو او کرنې سازمان: افغانستان کې ورښتونو د خاورې رطوبت زیات کړی.
۱۰ حمل ۱۴۰۵

د خوړو او کرنې سازمان: افغانستان کې ورښتونو د خاورې رطوبت زیات کړی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO ویلي، افغانستان کې د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره د ورښتونو وړاندوینه شوې.

دغه سازمان ویلي، دې وروستیو اوونیو کې ورښتونو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی چې د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي او د کرنیزو حاصلاتو پر وده او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

د خوړو او کرنې سازمان نن دوشنبه د حمل ۱۰ / مارچ ۳۰ پر اېکسپاڼه ویلي چې د وړاندوینو له مخې، ښایي د هېواد د مرکزي، ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو ځینې سیمې د مارچ له دېرشمې د اپرېل تر ۵مې د سختو ورښتونو شاهدې وي.

د دغو ورښتونو له امله په لویو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

همداراز، وړاندوینه کېږي چې په ځینو سیمو کې به د تودوخې درجه له صفر سانتي‌ګراد څخه هم ښکته شي.

له همدې امله، په شمال‌ختیځو، ختیځو او د مرکز لوړو سیمو کې د نباتاتو د یخ وهلو خطر لا هم موجود دی.

مطالب

د خوړو او کرنې سازمان
افغانستان کې ورښتونو د خاورې رطوبت زیات کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ