ځايي مسوولان وايي، دغه ۶ روغتیايي مرکزونه چې ۳ یې په سنګین او ۳ یې په کجکي ولسوالۍ کې د افغان روغتیایي خدماتو موسسې (AHDS) په مالي ملاتړ جوړ شوي، ۳۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د هلمند د روغتیا رییس فضلي احمد شفیعالله وویل، دغه کلینیکونه به د مور او ماشوم د مړینې او د خوارځواکۍ کچې راکمولو کې مهم رول ولوبوي.
قاري فضلي احمد شفیعالله وویل: «دا ۶ روغتیايي مراکز د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت فعال شوي چې پکې به د مېندو زېږون، د نوو زېږېدلو ماشومانو درملنه او د خوارځواکۍ د درملنې اسانتیاوې برابرې وي.»
د هغه په وینا، د هلمند بېلا بېلو سیمو کې د ورته روغتیايي مرکزونو شمېر ۳۰ ته رسیږي او هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې ټول دغه مرکزونه رسماً د خلکو په واک کې ورکړل شي.
اخوا د سنګین او کجکي ولسوالیو اوسېدونکي د نویو کلینیکونو له جوړېدو خوښ دي، خو له حکومته او مرسته کوونکو موسسو د نورو روغتیايي اسانتیاوو غوښتنه هم لري.
حاجي خواص اکا، د سنګین ولسوالۍ د چرخکیانو سیمې اوسېدونکی وايي: «موږ خوښ یو چې دا کلینیکونه راته جوړ شول، خو زرګونه کورنۍ دلته ژوند کوي، اړتیا لرو چې نور لوی روغتیايي مرکزونه هم جوړ شي. موږ ته د نارینه او ښځینه دواړو ډاکټرانو اړتیا ده.»
حاجي ملا تازه ګل د سنګین ولسوالۍ د سرخ آباد سیمې اوسېدونکي هم وویل: «زه د سنګین ولسوالۍ په پای کې ژوند کوم. زموږ لپاره دا نوي کلینیکونه ډېر لرې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې سرخآباد سیمه کې هم ورته روغتیايي مرکزونه جوړ شي.»
عبدالرازق او سیدولي د کجکي ولسوالۍ د حاجيخیلو سیمې اوسیدونکي دي او دوی هم خپل کلي د تازه جوړ کلنیک ته خوښ دي.
دوی هیله لري چي په دې سره به یې روغتیايي ستونزې تر یو بریده حل شي، خو غوښتنه یې دا ده چې روغتیایې خدمات ورته لا نور هم پراخه شي.
«پخوا موږ ډېرې ستونزې درلودلې په ځانګړي ډول چي موږ ته به د مور او ماشوم کوم ناروغ پیدا شو ډېر سخت به ورسره په تکلیف وو، فاصلې ډېر دي، ناروغ مو تر یو صحي ځای پورې په ډېرو ستونزو رسوی .»
«پخوا مو ناروغانو لپاره روغتیايي انسانتیاوې نه درلودې، اوس خوښ یوو چي دا کلنیک راته جوړ شو، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته دغه کلینک کې ټول روغتیايي امکانات برابر شي.»
په هلمند کې چې د اوږدو جګړو له امله ډېری روغتیايي سیمې زیانمنې شوي، اوس د نویو کلینیکونو جوړېدو ته خلکو هیلهمندي پیدا کړې ده.
د عامې روغتیا ریاست مسوولان زیاتوي چې هڅه کوي ټولو سیمو په ځانګړي ډول سپینو سیمو کې د روغتیايي خدماتو پراختیا ته دوام ورکړي.