بلخ د شمال زون د کرېکټ جام اتلولي خپله کړه.
د «ځوانانو راډیو» د کرېکټ جام دویم پړاو سیالي د روانې تلې میاشتې پر ۱۸مه، د کندوز په کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې چې د بلخ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د «ځوانانو رادېو» مسوول شهزاد شیرزاد وایي چې د شمال زون کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې د بلخ لوبډلې د خپلو لوبغاړو په کارکردګۍ سره، د کوربه لوبډلې «شینواري اتلان کندوز» ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د شمال زون اتلولي یې خپله کړه.
نوموړی زیاتوي چې په دې لوبه کې، د شینواري اتلان کندوز لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۸ اعشاریه ۴ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته، د بلخ لوبډلې لپاره ۱۰۴ منډې هدف وټاکه. په توپاچونه یا بالېنګ کې د بلخ له لوري اسدالله متاني دوه ویکټې او فرید متاني او رحیمالله هر یو دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.
د شیرزاد په وینا، د بلخ لوبډلې په دویم اننګز کې د «عمران مزاري» د ځلانده لوبې پرمټ چې په ۶۲ بالونو یې ۵۸ منډې جوړې کړې، وکولای شول په ۱۸ اعشاریه ۴ اورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړي او بریا خپله کړي.
شیرزاد وايي، د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او دوستۍ پیاوړتیا او په هېواد کې د کرېکټ د لوبې پراختیا ده. په دویم پړاو کې د «ځوانانو» د کرېکټ جام سیالیو کې د هېواد له اتو ولایتونو ـ خوست، پکتیا، کندوز، بلخ، ننگرهار، کابل، کندهار او هلمند ـ لوبډلو ګډون کړی وو. تر دې دمه، د بلخ لوبډله له شمال زون او د خوست لوبډله له سوېل ختیځ زون څخه د سوپر جام مرحلې ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې پر ورځ به په جلالاباد ښار کې د ننگرهار او کابل لوبډلو ترمنځ مهمه او پریکړهکوونکې لوبه ترسره شي.