بدخشان کې د کورنیو د ژوند ښهوالي لپاره ۱۹ شنېخونې جوړې شوي.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې (د ژوند لپاره نړیوالې رېښې) موسسې سره په همکارۍ بریالي شوي، څو د دې ولایت په جرم، شهدا او بهارک ولسوالیو کې ۱۹ شنېخونې جوړې کړي.
دغه اداره وايي، له دې شنو خونو به د یادو ولسوالیو ۲۰۰ کورنۍ ګټه واخلي. یادې شنې خونې د کورنیو باغچو د پروژې تر چتر لاندې جوړې شوي چې د سبزیو تخمونه، کېمیاوي سرې او کاري وسایل هم ورکړل شوي دي.
د سیمهییزو مسوولانو په وینا، له شنوخونو ګټه اخیستونکو کورنیو ته عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده. د بدخشان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر احسانالله سراجي وايي، هڅه کوي څو له همکارو ادارو سره دا پروژه پر مرکز سربېره نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د نوموړي په خبره له دې پروژې څخه یې اساسي موخه دا ده چې د کورنیو اقتصاد پیاوړی، کاري فرصتونه برابر او د سیمې خلک خپلو محصولاتو ته لاسرسی ولري.
نوموړی زیاتوي: «د بدخشان په کچه بېلا بېلې پروژې د تطبیق په حال کې دي، دغه پروژه چې ما یاده کړه ۱۹ شنې خونې په کې شاملې دي. هغو کورنیو ته جوړې شوې چې سبزیو ته یې لاسرسی محدود وو او د خواړو له تنوع محروم وو. د سبزیو د کرنې او پالنې ټولې مرحلې ور زده شوې.»
په همدې حال کې د بدخشان د یادو ولسوالیو اوسیدونکي له دغې اقدام هرکلی کوي. د جرم ولسوالي اوسېدونکی شاهولي وايي، له دې وړاندې یې د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ سبزيجات په دودیزه توګه کرل او یوازې ځان ته برابرول خو اوس د شنې خونې له لارې ډېره کرنه ترسره کوي او محصولات یې بازار ته هم وړاندې کوي.
نوموړی زیاتوي، دا شنه خونه یې د عاید لاسته راوړلو په ښه سرچینه بدله شوې. «ښه که چېرې مونږ له دې طریقې ګټه واخلو، ډېره یوه ښه لاره ده. مونږ کولای شو د شنې خونې له لارې ډېر حاصلات په لاس راوړو. له همدې لارې کولای شو یو څه د ځان لپاره برابر کړو او ترې ګټه واخلو. ان کولای شو یوه برخه یې خرڅه کړو او د ژوند نورې اړتیاوې ترې پوره کړو.دا ډېره ښه زمینه ده.»
د بدخشان د شهدا ولسوالۍ اوسیدونکی تواب وايي، د شنې خونې په جوړیدو سره توانیدلی د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ خواړه ترې برابر او نور په بازار کې وپلوري. د ده په وینا، دغو شنو خونو د لګښتونو د کمیدو ترڅنګ عوایدو زیاتیدو ته هم زمینه برابره کړې ده.
نوموړی زیاتوي: «له مسؤلو ادارو زمونږ هیله داده چې دا پروسه پراخه کړي، شنې خونې زیاتې کړي، له کروندګرو او بزګرانو سره ډېر کمک وکړي تر څو دا لړۍ پراخه او دوامداره شي.»
د ژوند لپاره نړیوالې رېښې مؤسسې مسؤل میرزامحمد جاهد وايي، له دې پروژې څخه یې موخه هغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو له لارې کاري زمینه برابرول وو چې له کار کولو محرومې شوي دي.
نوموړی وايي: «کورنۍ باغچې زموږ له کرنیزو پروژو دي چې د ګلوبلیز مؤسسې په مالي ملاتړ یې تطبیقوو. اساسي هدف مو له دې پروژې دادی چې د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا زیاته شي په ځانګړي ډول د هغو کورنیو چې سرپرستي د مېرمنو پر غاړه وي. مونږ هڅه کوو چې د کورنیو باغچو د ترویج له لارې پایښت لرونکې کرنه تضمین کړو، خواړه برابر کړو، کاري زمینې زیاتې کړو، د کورنیو عواید لوړ شي او ټولنه د ځان بسیاینې حد ته ورسیږي.»
بلخوا د اقتصادي مسایلو کارپوه سنتالله رحیمي هم ټینګار کوي چې کورنۍ باغچې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې د پام وړ اغېز لري. د ده په وینا، په کور دننه د سبزیو کرنه لګښتونه راکموي او کورنۍ نه اړ کېږي چې له بازاره توکي واخلي.
هغه وویل: «کله چې کورنۍ د خپلې اړتیا وړ توکي په خپل کور کې وکري، اړتیا نه پېښیږي چې له بازاره هغه څه واخلي او په دې سره د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی کیږي. همدا ددې سبب کیږي چې د کورنیو اقتصاد پیاوړی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بدخشان لیرې پرتو سیمو بېوزله کورنیو ته د هګۍ اچونکو چرګانو توزیع هم ترسره شوې وه.