Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اختر کې ۱۳۶۰۰ کسانو د لوګر له تفریحي سیمو لیدنه کړې.
۴ حمل ۱۴۰۵

اختر کې ۱۳۶۰۰ کسانو د لوګر له تفریحي سیمو لیدنه کړې.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، د کوچني اختر په ورځو کې له ۱۳ زرو څخه ډېرو کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تفریحي سیمو لیدنه کړې.

د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمدګل تسل پل‌علم ښار کې خبریالانو ته وویل، د اختر ورځو کې شاوخوا ۱۳ زره او ۶۰۰ کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت د «دره مولانا صاحب، آبتک، آب‌پران، سرخاب، تنګي واغجان، سجاوند، دوبندي، التمور، اسپیست، د ازرې ځنګلونو او د میرآبدال بابا» په څېر له بېلابېلو تفریحي سیمو لیدنه کړې.

د نوموړي په وینا، ډېری سیلانیان د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي وو چې د اختر ورځو کې لوګر ته ورغلي او د دغه ولایت له طبیعت او هوا څخه یې خوند اخیستی.

تسل همداراز له پانګه‌والو وغوښتل چې د لوګر تفریحي سیمو کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره پانګونه وکړي، څو هم د سیلانیانو لپاره ښه خدمتونه برابر شي او هم د عوایدو او کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

د مسوولانو په وینا، دې وروستیو کلونو کې د لوګر د تفریحي سیمو پر لور د سیلانیانو پام زیات شوی او هر کال د لیدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

مطالب

اختر کې ۱۳۶۰۰ کسانو
د لوګر له تفریحي سیمو لیدنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ