Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

برېټانیا: له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو.
۲۸ سرطان ۱۴۰۴

برېټانیا: له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر، نور جلال جلالي په کابل کې د برېټانیا د سفارت له چارسمبالي، رابرټ چټرټن ډېکسن، او نوي ټاکل شوي استازي ریچارډ لینزي سره کتلي.

 عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکټور د لا پیاوړتیا، د وزارت د مهمو لومړیتوبونو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د روږدو، سرطان، او د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د همکاریو او دوامدار ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

 د برېټانیا استازو له افغان لوري سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د روغتیا په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

مطالب

برېټانیا: له افغانستان سره
په روغتیايي برخه کې
همکاریو ته دوام ورکوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ