Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
۱۹ جوزا ۱۴۰۵

پکتیکا کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د پکتیکا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه پرون ماښام د برمل ولسوالۍ د ډنګرلیګډ په سیمه کې هغه مهال شوې چې یوه کباړي غوښتل مرمۍ اره کړي.

سرچینه زیاتوي چې په دې چاودنه کې د پنځو ماشومانو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې ناچاودو توکو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د هغو د لیدو په صورت کې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

مطالب

پکتیکا کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله
اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ