Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې .
۲۲ سرطان ۱۴۰۵

لوګر کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې .

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ د توریخېلو سیمې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه، د نږدې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک جوړو شویو ته وویل چې دغه روغتیايي مرکز د UNFPA موسسې په مالي ملاتړ او د «کف» مؤسسې له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه روغتیايي مرکز جوړېدل د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راکمولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره مهم ګام دی.

د هغه په وینا، یاد مرکز به په یو جریب ځمکه کې د اتو خونو په لرلو سره د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او په بشپړو روغتیايي اسانتیاوو به سمبال وي.

د پرانیستې مراسمو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د سیمې د خلکو قربانۍ وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو او د عامه خدمتونو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه وویل، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د روغتیا ترڅنګ د پوهنې، کرنې او نورو برخو د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې یاد مرکز دې په معیاري ډول جوړ او خلکو ته دې ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

مطالب

لوګر کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت
د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ