عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو د کمېشن په اړه نوي اصول اعلان کړي دي. دغه وزارت ویلي، چې د کرایې په معاملو کې د یوې میاشتې د کرایې نیمه برخه د کمېشن په توګه ټاکل شوې چې په مساوي ډول به د مالک او کرایهدار له لوري ورکول کېږي.
دغه راز د پېر او پلور او بیع وفا په معاملو کې د ټول قیمت ۱.۵ سلنه کمېشن اخیستل کېږي چې دواړه خواوې یې په مساوي ډول ورکوي، او پلورونکی به ۱ سلنه مالیه هم دولت ته سپاري. دغه وزارت ټینګار کړی، چې د معاملاتو دفترونه هېڅ حق نه لري له ټاکلي کمیشن زیاتې پیسې واخلي. عدليې وزارت ویلي، چې د سرغړونې په صورت کې به د دوی جواز لغوه او دفترونه تړل کېږي.